اجرائیه ریاست: شفاف انتخابات افغانستان کې د ثبات ضمانت کولای شي

د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست وايي، د شفافو او باوري انتخاباتو ترسره کول په افغانستان کې د ثبات او امنیت ضمانت کولای شي.


اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله پرون دوشنبه په کابل کې د اروپايي ټولنې له استازي، پېري مایدون سره وکتل او ویې ویل، حکومت د داسې ټاکنو ترسره کولو ته متعهد دی.




په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي ژمنه کړې چې په افغانستان کې د را روانو ټاکنو له شفافیت سره به همکاري کوي او باور یې څرګند کړی چې افغانان به په را روانو ټاکنو کې ښه ونډه واخلي.


په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراوو ټاکنې د میزان په ۲۸مه کېږي.