امریکا : په اوکراین کې د روس پلوو بیلتونپالو انتخابات نامشروع دي

د اوکراین لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بیلتونپالو له خوا پلان شوي انتخابات نامشروع دي او له مسکو څخه غواړي چې تایید یې نکړي.


 


د اوکراین لپاره د امریکا ځانګړي استازي کورت وولکر تېره ورځ د آزادۍ راډیو او امریکا غږ له ګډې ټلویزیوني شبکې کرنټ ټایم Current Time سره په مرکه کې وویل، موږ له روسیې غواړو چې دې انتخاباتو ته دې اجازه نه ورکوي.


وروسته له دې چې د اوکراین د ختیځ د بیلتونپالو مشر الکساندر زاخرچینکو د دونیڅک ښار په یوه کافي کې ووژل شو بیلتونپالو ژمنه وکړه چې د دې سیمې د پارلمان او نوي مشر د غوره کولو په مقصد به انتخابات کوي. وولکر وویل د بیلتونپالو تر ولکې لاندې سیمو کې مشروع موسسې نشته او هغه ادارې او وسله والې ډلې چې فعالیت کوي، د روسیې په مرسته جوړې شوې دي.


روسیه له یوې خوا هغه تورونه ردوي چې د اوکراین د ختیځ په دونیڅک او لوهانسک ښارونو کې د بیلتوپالو ملاتړ کوي، خو په عین حال کې د دې ډلو پوځي اقتصادي او سیاسي ملاتړ کوي.