امنیتي ځواکونو د ننګرهار به بټي کوټ ولسوالۍ کې د داعش یو سرګروپ نیولی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د داعش اورپکو د یوه مهم سرګروپ د نیول کېدو خبر ورکوي.


دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه سرګروپ ابراهیم نومیږي او تېره ورځ د ځانګړو د عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.


اعلامیه زیاتوي ابراهیم په ګڼو تروریستي بریدونو او تخریبي اعمالو کې لاس درلود.


د دولتي چارواکو په خبره له نوموړي وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.


په تېرو څو کلونو کې داعش ډلې په افغانستان کې د ګڼ شمېر خونړیو بریدونو مسولیت منلی دی.


د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې داعش او طالبان دواړه فعالیت لري.