ایران د افغانانو ناقانونه تګ "رسمي کوي او د کار ویزې" ور کوي

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي وايي، تېر کال ۷۳۰ زره افغان کډوال له دغه هېواد ووتل، خو په دې دلیل چې افغان حکومت پر خپلو پولو واک نه لری ډېری یې بیا ایران ته ستانه شول. ځکه اوس د دواړو لورو له خبرو وروسته هوکړه شوې چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د افغانانو تګ قانوني بهیر غوره کړي او ویزې ور کړل شي.