'ایران له افغانستانه د ډالرو قاچاق ته د څوځلي تګ راتګ وېزې ورکوي'

د کابل چاپ هشت صبح ورځپاڼې په یوه تفصیلي رپوټ کې له افغانستانه ایران ته د امریکايي ډالرو پر قاچاق لیکنه کړې او د انګلیسي ژبې بلومبرګ خپرېدونکې له قوله یې لیکلي چې په کابل کې د ایران سفارت او په هرات ولایت کې ددغه هېواد کونسلګري د ډالرو د قاچاق لپاره د څو ځلو تګ راتګ ویزې ورکوي.