ایران یوه ایراني الاصله فرانسوۍ څېړونکې په ایران کې نیولې

د پاریس د سیاسي مطالعاتو د انسټيټیوټ یوه ایراني الاصله فرانسوۍ څېړونکې په ایران کې نیول شوې ده.


د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۱۵مه پر تهران غږ وکړ چې له ځنډه پرته د فریبا عدلخواه مدافع وکیل ته اجازه ورکړي چې له هغې سره وویني.


دغې مېرمنې پر ایران څو کتابونه لیکلي دي او راپورونه وایي، نوموړې تېره میاشت په نامعلومو تورونو ونیول شوه.


نا تأیید شوي راپورونه وایي، د ایران سپاه پاسداران د مېرمن عدلخواه په نیولو کې لاس لري او په جاسوسۍ یې تورنوي.


د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې فرانسوي چارواکو له ایراني چارواکو سره اړیکې نیولي او د فریبا د نیول کېدو پر څرنګوالي او هم مدافع وکیل ته د لاسرسي په اړه یې خبرې کړې دي، خو د اعلامیې له مخې، تر اوسه یې په دې اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.


د ایران د حکومت یوه ویاند د جولای په ۱۴مه وویل چې د فریبا عدلخواه د نیول کېدو راپورونه یې اورېدلي، خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.


دا پېښه داسې مهال شوې چې فرانسه د تهران او واشنګټن ترمنځ د لانجو د راکمولو لپاره هڅې کوي.


په وروستیو کلونو کې څو امریکایي او نور دوه تابعیت لرونکي وګړي په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي، خو ایراني چارواکو د دې تور په اړه کره شواهد نه دي وړاندې کړي.