تاجکستان او ازبکستان د خپلو وګړو لپاره له ویزې پرته پر تګ راتګ موافقه وکړه

تاجکستان او ازبکستان د خپلو وګړو لپاره د یو بل هېوادونو ته له ویزې پرته پر تګ راتګ موافقه وکړه.


د تاجکستان د رسنیو د راپورونو له مخې دا موافقه دوشنبې ته د ازبکستان د صدراعظم عبدالله عارفوف د پروني سفر په ترڅ کې وشوه.


ښاغلي عارفوف له خپل تاجکستاني سیال قاهررسول‎زاده سره د کتنې پر مهال وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ویزې د له‎منځه تلو تفاهم‎لیک به ډېر ژر بشپړ او لاسلیک شي.


د دې موافقې له مخې د ازبکستان او تاجکستان وګړي کولای شي چې له ویزې پرته د یو بل هېوادونو ته سفر وکړي.


د پخواني شوروي له ړنګېدو په راوروسته موده کې د ازبکستان او تاجکستان اړیکې تل کړکېچن پاتې شوي، ځکه دواړو هېوادونو د سرحدونو، اوبو، د انرژۍ د سرچینو او ټرانزیټي مسایلو پر سر تل له یو بل سره لانجې لرلې، خو ویل کېږي چې په ازبکستان کې د ولسمشر په توګه د شوکت میرضیایوف له واکمنېدو وروسته له تاجکستان سره د دې هېواد اړیکې ښه شوي دي.