ترکیه کې د ترورېزم په تور د نیول شوي امریکايي پادري محاکمه پېل شوه

په ترکیه کې د ترورېزم په تور د نیول شوي امریکايي پادري، اندریو برونسون محاکمه نن پېل شوه.


د اندریو برونسن توقیف د ترکیې او امریکا پر اړیکو بد اغېز کړی او د یو شمېر څارونکو په باورکه هغه خوشې نه‎شي، پر ترکیه د امریکا د نورو بندیزونو د لګېدو امکان زیاتولای شي.


پادري برونسن نن جمعه د اکټوبر ۱۲مه، د ترکیې لویدیځ ښار ازمیر ته نېږدې په یوه زندان کې له تروریستي فعالیتونو سره د تړاو په تور محاکمه کېږي.


دا د هغه د محاکمې څلورم دور دی.


اندریو برونسن ۵۰ کلن دی او که مجرم وپېژندل شي، په ۳۵ کاله بند به محکوم شي.


اندریو برونسن په ترکیه کې تقریباً ۲۰ کاله ژوند کړی دی.


هغه پرځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون وویل چې واشنګټن د اندریو برونسن د خوشې کېدو تمه لري خو ویې ویل چې په‎دې ارتباط د واشنګټن او انقرې له موافقې نه‎ده خبره.