خېبر پښتونخوا کې د یکه غونډ نهر د افغان کډوالو کورونو ته خطر جوړ کړی

د یکه غونډ نهر تر غاړې مېشت افغان کډوال وایي چې حکومت دې دغه نهر پاک کړي، ځکه چې له کورونو سره یې ځای پر ځای اوبه ډنډ ولاړې دي او نه یوازې کورونو ته یې خطر راڅېرمه کړۍ بلکې ناروغي ترې خورېږي.
نن د افغان کډوالو او د ترکزیو قبیلې یوه ګډه جرګه هم وشوه چې په کې دا هم وویل شول چې د نهر بندښت له وجې له یکه غونډه تر دامان سیمې پورې تر یو زرو جریبو زیاته ځمکه هم شاړه شوې ده.
شاهنواز ترکزي یې ویډيو کښلې