دفاع وزارت: پوځي عملياتو کې تر ١٢٠ زيات مخالف وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت تر ١٢٠ زيات مخالف وسله‌وال وژل شوي دي.


دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د بېلابېلو پوځي عملياتو په نتيجه کې ١٢٦ وسله‌وال چې په اعلاميه کې «تروريستان» بلل شوي، وژل شوي دي.


اعلاميه وايي، دغه پوځي عمليات چې د ناټو قاطع ملاتړ هوايي ځواک يې ملاتړ کاوه په زابل، میدان وردګ، غزني، هلمند، فراه، سرپل، بادغیس، تخار بلخ، غور او کاپیسا کې شوي دي.


د دغو عملياتو پر مهال د ٧٦ نورو وسله‌والو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.


دفاع وزارت وايي، په وژل شويو او ټپيانو کې د وسله‌والو مهم مشران هم شامل دي.


خو دغه ارقام د خپلواکو سره چينو له‌خوا نه‌دي تأييد شوي.