د افغانستان دفاع وزیر په سعودي عربستان کې د هغو ګډو پوځي تمرینونو د پای په مراسمو کې ګډون وکړ چې د ۲۵ هېوادونو پوځیانو پهکې برخه اخیستې وه.
د افغانستان د دفاع وزارت لهخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جنرال طارقشاه بهرامي د سعودي عربستان د چارواکو په بلنه په دې مراسمو کې چې د دوشنبې په ورځ ترسره شول ګډون وکړ.
په سعودي عربستان کې په دغو پوځي ګډو تمرینونو کې د افغانستان ځواکونو برخه نهوه اخیستې، خو د راپورونو له مخې د افغانستان د ګاونډ پاکستان ځواکونو پهکې پراخ ګډون کړی.
د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې د دغو ګډو ځواکونو د تمرینونو چې یوه میاشتیې دوام کړی، هدف په سیمه کې د امنیت د ټینګښت او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا وه.