د امریکا او قزاقستان ولسمشران د افغانستان په اړه غږېږي

ټاکل شوې ده چې د متحده ایالاتو او د قزاقستان ولسمشران د روانې جنورۍ میاشې په ۱۶ مه د افغانستان به اړه خبرې وکړي.


سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ وویل ډونالډ ټرمپ او نور سلطان نظر بایف به په افغانستان کې د روان وضعیت او د سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو په اړه په خپلو کې وغږېږې.


راپورونه وايي، که څه هم د امریکا او قزاقستان ولسمشران به پر سیاسي ،امنیتي، او اقتصادي مسئلو خبرې وکړي، خو د دواړو مشرانو ترمنځ د مذاکراتو د اجنډا اصلي موضوع افغانستان دی.


قزاقستان دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا مشري پر غاړه لري.