د بی بي سي نړۍ دا وخت: هرموز تنګي سره د امريکا يوه ډرون الوتکه ويشتل شوې

ايران او امريکا وايي د امريکا يوه څارګره ډرون الوتکه له هرموز تنګي سره ويشتل شوې ده. د ايران انقلابي ګارډ وايي دا بي پيلوټه الوتکه يې هغه مهال ويشتلې، چې د کوه مبارک بندري ښار سره نژدې د ايران فضا ته ورننوتله. امريکا دا خبره ردوي او وايي د امريکا سمندري ځواکونو دا ډرون نړيواله فضا کې الوت.