د جاپان امپراتور اکي هيټو له کاره د ده د کوښه کېدو مراسم پیل کړي

د جاپان امپراتور اکي هيټو هغه مراسم پیل کړي دي چې له کاره د ده د ګوښه کېدو پیل بلل کېږي.


اکي هیټو نن د اپرېل په ۳۰مه د کاشيکو دوکورو په نوم لوی معبد ته ولاړ، څو له کاره د خپلې استعفا په اړه د مذهبي مراسمو لومړی پړاو پرځای کړي.


دا مراسم نن نیمه شپه وروسته له هغه بشپړېږي چې د اکي هیټو زوی ولیعهد نارو هیټو د جاپان د نوي امپراتور په توګه معرفي شي.


۵۹ کلن ناروهیټو ۱۲۶م واکمن دی چې د جاپان د امپراتورۍ پر ځانګړي تخت کېني.


جاپان د نړۍ تر ټولو لرغونی سلطنتي نظام لري.


تمه ده چې د استعفا د مراسمو بل پړاو نن مازیګر مهال په امپېریل ماڼۍ کې جوړ شي.


په دې مراسمو کې به صدراعظم شینزو ابې، د پارلمان د دواړو خونو رئیسان او د سترې محکمې قاضیان حاضر وي او اکي هیټو به خپله وروستۍ وینا واوري.


اکي هیټو په ۱۹۸۹ کال کې د جاپان امپراتور شو، خو د واک ډېره برخه یې د هغه بد نوم په لېرې کولو تېره شوه چې جاپان د ده د پلار د واکمنۍ پرمهال په دوهمه نړیواله جګړه کې د ګډون له کبله ګتلی و.