د سوریې غوطه کې حکومتي ځواکونو نورې سیمې هم ونیولې

په ختیځه غوطه کې د روسیې هوايي ځواکونو په ملاتړ د دولتي ځواکونو د چټک پرمختګ په پایله کې اوس د دغې سیمې دوه ښارونه دوما او حرسته له نورو سیمو جلا کړل شوي او د دولتي ځواکونو په واک کې دي. فعالان وايي د خیتځې غوطې تر ټولو لوی ښار دوما لارې کوڅې له خلکو خالي ښکاري.