د سيمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه

د امریکا د فډرالي پلټنو د ادارې یا اف بي آی پخوانی مشر رابړټ میولر د میاشتو راهیسې په دې مسله کار کوي چې په ترڅ کې یې تر اوسه پورې په څلورو کسانو تورونه پورې شوي. پدغو څلورو تورنو کسانو کې د ټرمپ د کمپاین یو مشر پاول منفورټ او د ټرمپ د ملي امنیت پخوانی مشر مایکل فلن هم شامل دي