د غزني چارواکي:  ۴ افغان سرتېري او ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د غرني ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او مقر ولسوالۍ کې د نښتو او بریدونو پر مهال ۴ افغان سرتېري او ۱۶ وسله‎وال طالبان وژل شوي، ۳ افغان سرتېري او ۱۳ وسله‎وال طالبان نور ټپيان دي.


د والي محمد عارف نوري نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه شااوخوا ۱۲ بجې د دغه ولایت مرکز اړوند خشک سیمه کې د عامه نظم پر مېشتو امنیتي پوستو وسله‎والو طالبانو ډله‎ییز برید کړی چې پر مهال‌یې یو د عامه نظم سرتېری وژل شوی او یو بل هم ټپي دی.


نوموړی وايي، په یادو بریدونو کې وسله‎والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په خبره‌یې چې د کره شمېر په اړه معلومات نه‎لري.


ښاغلی نوري زیاتوي چې تېره ورځ شااوخوا ۳ بجې د دغه ولایت مقر ولسوالۍ

اړونده د محمود چمبران او چمبران په سیمه کې د وسله‎والو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښتې شوې دي چې پر مهال‌یې ۲ ولسي پاڅون کوونکي او یو سیمه‎ییز پولیس او ۱۶ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۳ ولسي پاڅون کوونکي او ۱۳ وسله‎وال طالبان هم ټپیان دي.


نوموړی وايي، د یادو وسله‎والو طالبانو یو شمېر مړي هم د جګړې په سیمه کې پاتې شوي.


وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.


دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړو د غزني ولایت پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې او له مرکزي ادارې یې غوښتنه کړې وه چې یاد

ولایت ته جدي پاملرنه وکړي.