د فراه اناردرې د سقوط او بیا نیول کېدو ضد او نقیض خبرونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې تېره شپه د انار درې ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره د طالبانو لاس ته ورغلی و، خو نن سهار بېرته افغان امنیتي ځواکونو نیولی. په جګړه کې د ۵۶ طالبانو او ۸ افغان سرتېرو د وژل کېدو پخلی شوی.