د قزاقستان د اقتصاد پخوانی وزیر په ۱۰کاله بند محکوم شو

په استانه کې نن یوې محکمې د قزاقستان د اقتصاد پخوانی وزیر د بډې اخستنې او اختلاس په قضیه کې په لس کاله بند محکوم کړ.


محکمې په دې قضیه کې د قوندیق بشیمبایف سربېره ۲۲ نور تورنو کسانو ته هم له دوو نیولي تر او کلونو بند سزا ورکړل شوه.


۳۷ بشیمبایف تېر مېلادي کال وروسته له هغې چې ولسمشر نور سلطان نظر بایف له دندې لېري کړ، د قزاقستان د فساد ضد اداري لخوا ونیول شو.


که څه هم بشیمبایف له ولسمشر نظر بایف بخښنه غوښتې ده، خو ټینګار کوې چي کوم غیر قانوني کار يې نه دی کړی.