د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي افغانستان ته تللي

د ملي یووالي حکومت یوې باوري سرچینې بي بي سي ته وویل، د امریکا د استازې نیکي هیلي په ګډون د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو استازي افغانستان ته تللي. کابل ته د دوی له راتګ سره په ښار کې ټینګ امنیت نیول شوی.