#AfghanistanParliament #AfghanElection #پارلماني_ټاکنې
افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنو پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه يې د امنيت او خونديتابه ډاډمني ده.
د ټاکنيز بهیر له پيله تر دې دمه بريدونو او د تاوتريخوالي بېلابېلو پېښو کې د ۹ نوماندانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
طالبانو هم د بریدونو او ټاکنو ګډوډلو ګوتڅنډنه کړې او اسلامي دولت نومې یا داعش ډله پرله پسې ګواښ جوړوي.
خو افغان چارواکي بيا وايي پر پلازمېنې سربېره يې بېلابېلو سيمو کې د ټاکنو امنيت خونديتابه چمتوالی نيولی دی.
نجما ځلا پرې له کابله رپوټ لري.