د پاکستان په نوشیره ښار کې ځانمرګي برید یو سرتېری وژلی

د پاکستان په نوشیره ښار کې نن د ملېشه ځواکونو پر موټر په يوه ځانمرګي بريد کې یو سرتېری وژل شوی او ګڼ نور ټپيان شوي دي.


د پولیسو یوه افسر مشال خان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل چې بريدګر د ملېشه ځواکونو موټر هدف وګرځاوه.


په حمله کې د ملېشه ځواکونو د غړیو په ګډون لږ تر لږه څوارلس کسان ټپيان شوي.


د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې رسېدلي.


بلخوا پاکستانۍ رسنۍ د ځايي پوليس چارواکو له خولې وايي چې ژوبل کسان پوځي روغتون ته وړل شوي چې پکې د درېو حالت ښه نه دی.


تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسئولیت نه دی منلی.