د پاکستان ۲۳۹۲ سرتېري د سعودي او قطر په شمول په ۷ هېوادونو کې دندې تر سره کوي

د پاکستان دفاع وزارت وایي په بهرنیو هېوادونو کې تر ټولو زیات پاکستاني پوځیان په سعودي عربستان کې دي، وایي ۱۶۷۱ سرتېري یې هلته لېږلي، چې په هغوی کې ۹۱۲ د سعودي له دفاع وزارت او ۷۵۹ د کورنیو چارو له وزارت سره دندې تر سره کوي.


 


دفاع وزارت وایي په دغو پاکستاني سرتېرو کې ۱۳۹۵ د مځکني پوځ، ۱۶۴ د سمندري پوځ او ۱۱۲ د هوايي ځواک سرتېري شامل دي، چې سعودي ته د خپلمنځي تړونونو له مخې لېږل شوي دي.


 


د پاکستان په سېنټ کې پخواني سنېټر فرحت الله بابر تېره میاشت سعودي ته د پاکستاني سرتېرو پر لېږلو نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې دا پرېکړه پاکستاني پوځ د پارلمان له سلامشورو پرته کړې ده او هغه پوځي سرتېري چې سعودي ته لېږل شوي شمېر یې معلوم نه دی.


 


د پاکستان د فاع وزیر خرم دستګیر د نهې-سه شنبې په ورځ په دې اړه سېنټ ته په ځواب کې وویل، چې هېواد یې دغه سرتېري سعودي عربستان ته د جګړې لپاره نه، بلکې سعودي پوځي سرتېرو ته د روزنې لپاره لېږي:


 


"تاسې ته باور درکوو چې زموږ سرتېري به په کومه بهرنۍ لانجه کې برخه نه اخلي"


 


سعودي عربستان له ۲۰۱۵م کال راهیسې- چې په یمن کې یې له هوڅي یاغیانو سره شخړه پیل شوې- له پاکستانه غواړي چې خپل پوځي سرتېري ور ولېږي، خو پر دې برسېره چې د پاکستان پارلمان د یمن په جګړه کې د بې طرفه اوسېدو په خاطر د خپلو پوځونو د نه ور لېږلو ګډه پرېکړه وکړه، پاکستاني پوځ خپل سرتېري په سعودي کې ځای پر ځای کړل.


 


د ملګرو ملتونو د مشن له مخې چې کوم پاکستان پوځیان دندې تر سره کوي، د هغوی شمېر تر هغو زیات ګڼل کېږي چې سعودي ته لېږل شوي دي.


 


له سعودي پرته ۶۲۹ پاکستاني سرتېري په قطر، ۶۶ په متحده عربي اماراتو، ۱۵ په بحرین، ۴ په برونایي، ۶ په اردن او یو په اسټرېلیا کې هم په دنده ګومارل شوي دي.


 


د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر وایي، دغه سرتېري په دغو هېوادونو کې د بېلابېلو تفاهمنامو او تړونونو له مخې ځای پر ځای شوي دي.