د پي ټي اېم احتساب دې پارلیمان وکړي خو تور لګوونکې دي هم مخامخ شي، د پوځ وياند ته د محسن داوړ ځواب

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي دا لمړی ځل نه دی چې په دوي تورونه لګېدلي په پښتنو مشرانو هم دغه ډول تورونه لګول شوي او پي ټي اېم هر ډول احتساب ته تيار دی خو پوځ دې هم ځان مخامخ کړي.