د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونه: تدارکاتي پروسه شفافه نه ده

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په‌دغه ولایت کې تدارکاتي پروسه په شفاف ډول پر مخ نه ځي.


د دغې خونې رئیس نصیر عالمیار نن د سې شنبې په ورځ په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ۳۰۰ په شاوخوا ساختماني او د ۶۰۰ په شاوخوا کې سوداګریز شرکتونو لرو چې موږ سره دلته ثبت دي، له بده‌مرغه د دولت له‌خوا په دواطلبیو کې دوی ته ونډه نه ورکول کېږي." 


ښاغلي عالمیار وویل چي په پکتیا کې د داوطلبۍ پروسه په قانوني ډول نه ترسره کېږي او په خبره یې په تدارکاتي ادارو کې د فساد له امله پروژې یوازې څو محدودو شرکتونو ته ورکول کېږي.


نوموړی له حکومته غواړي چې دغه ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي، ځکه په دغه ولایت کې پر پانګونه خپل اغېز درلودلی شي.