د چک جمهوریت ولسمشر له خپل سیال څخه زیاتې رایې ګټلي

د چک جمهوريت ولسمشر ميلوش زِمان چې د جمهوري رياست انتخاباتو ته کانديد دى، د ټاکنو په اول پړاو کې د خپل رقيب په نسبت زياتې رايې وګټلې.


خو زِمان دومره رايې نه دي خپلې کړي چې د دويم ځلي انتخاباتو مخه ونيولاى شي.


نېږدې د ټولو شمېرل شويو رايو له مخې زِمان ٣٨ اعشاريه ٦ فيصده رايې ګټلي.


د انتخاباتو بل مخکښ کانديد يژي دراهوش ٢٦ اعشاريه ٦ فيصده رايې ګټلې دي.


اووه تنه نورو کانديدانو هم لږې او زياتې رايې خپلې دي.


څرنګه چې زِمان د انتخاباتو په اول پړاو کې تر ۵٠ فيصدو زياتې رايې ونه ګټلې، اوس به په دويم ځلي انتخاباتو کې چې د روانې مياشتې په وروستيو کې به وشي، له دراهوش سره مخامخ شي.