د کرنې او مالدارۍ وزارت: د غنمو په حاصلاتو کې به زیاتوالی راشي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په روان کال کې به د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.


د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه وړاندوینه ډېرو ورښتونو او په کرونده‌ګرو د بزري تخونونو ویشنه په پام سره کېږي.


د نوموړي په خبره وړاندوینه دا ده چې د غنمو حاصلات به سږ څلور اعشاریه پنځه میلیونه مټریکه ټنه وي: "تېرکال له بده‌مرغه د وچکالیو له امله د غنمو په حاصلاتو کې موږ ۸۰۰ زره مټریکه ټنه کموالی درلود، خو سږکال وړاندوینه دا ده چې زموږ د تولیداتو کچه به څلور اعشاریه پنځه میلیونه مټریکه ټنو ته ورسېږي."


نوموړی وايي چي تراوسه چې په کومو ولایتونو کې حاصلات راټول شوي، زیاتوالی ښيي، د مثال په ډول په ننګرهار ولایت کې ۲۰ سلنه او په فراه ولایت کې ۳۰ سلنه د غنمو حاصلات زیات شوي دي.


د ښاغلي رستمي په خبره دې ته په پام سره به هېواد ته د غنمو واردات کم شي.