'د کلیو پراختیا لپاره نور سل میلیونه ډالر ځانګړي شوي'

افغان دولت وايي، په یوه لس کلن پروګرام کې یې زرګونو کلیوالو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې او نړیوال بانک دغو ښځو ته د پراختیایي پروګرامونو او د ښه ژوند لپاره ژمن دی. د کلیو او پراختیا وزارت دغه څرګندونې د اکټوبر په پنځلسمه د کلیوالي ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي.