د کندهار – هرات پر لویه لار ترافیکې پېښې ۷ مسافرین وژلي

د کندهار – هرات پر لویه لار د میوند ولسوالۍ د تور مانده په سیمه کې د یوه ۴۰۴ بس او کرولا موټر د ټکر له امله ۷ مسافرین وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.


د کندهار د والي ویاند قدرت‎الله خوشبخت ازادي راډیو ته وویل چې نن غرمه مهال د میرویس نیکه ټرانسپورټي شرکت اړوند یو ۴۰۴ډوله موټر چې له کندهاره هرات ته پر لاره و، د کندهار د میوند ولسوالۍ په تور مانده سیمه کې يې د یوه کرولا موټر سره ټکر کړی دی.


د خوشبخت په وینا په پېښه کې ۷ مسافر وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.


خوشخبت زیاتوي چې په وژل شوېو او ټپیان کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.