د کندوز دشت ارچي: د طالبانو برید کې د "نهو" سرتېرو د وژلو خبره کېږي

د افغانستان شمال ختیځ ته کندوز ولایت کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي. یو امنیتي چارواکی د نهو سرتېرو د وژلو کېدو خبره کوي، خو یوه سرچینه په دې برید کې د ټوليمشر په ګډون د ۱۳ امنیتي ځواکونو وژل تاییدوي.