طالبان: د سور صلیب کارکوونکو خوندیتوب ته ژمن یو

د نړیوالې سور صلیب کمیټې ویاند د ډیر تفصیل له ورکولو پرته ځینو نړیوالو رسنیو سره خبرو کې دا منلې چې له طالبانو سره یې پر امنیتي مسلو هوکړه کړې ده. طالبان هم وايي، چې په قطر کې د دوی استازو د دې نړیوالې کمیټې له چارواکو سره خبرو کې هوکړه کړې چې د پخوا په څیر یې د کارکوونکو خونديتوب ته ژمن دي.