عبدالله: دننه او بهر کې د افغانانو په مالکیت د سولې د هڅو هرکلی کوو

عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ د تاجکستان په پایتخت کې د شانګهای د غړو هیوادونو د حکومتونو د مشرانو اولسمې غونډې ته په وینا کې د سیمې هیوادونه تروریزم سره د جګړې په برخه کې ګډو همکاریو ته راوبلل.