عرفان خان له دوو مياشتو وروسته پر ټوټېر څرګند شوی

د باليووډ مشهور فلمي ستوری عرفان خان چې په نيورونډوکراين ټيومر ناروغۍ اخته دی يو ځل بيا پر ټوېټر راښکاره شوی او د خپل راتلونکي فلم په اړه يې يويټ کړی دی. پر ټولنيزو رسنيو د عرفان خان بيا راښکاره کېدو له امله يې مينه وال ډېر خوشاله دي او ښه راغلاست يې ورته ویلی دی.