غور چارواکي: د وسله والو په حمله کې ۶ ملکیان وژل شوي

چارواکي په غور کې د وسله والو په حمله کې د شپږو ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکوي.


د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي ویلي چې په دې پېښه کې چې نن سهار د غور مرکز فېروزکوه ته نېژدې شوې، څلور تنه نور ټپیان دي.


نظامي ټول قربانیان هزاره ګان ښودلي چې د ده په وینا په یوه موټر کې له هراته غور ته په لاره وو.


د غور د ولایتي شورا یوه غړي عبدالحمید ناطقي ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د غور له مرکزه ۳۵ کیلومتره لېرې د بره خانه په سیمه کې شوې چې په نتیجه کې یې د موټر شپږ سپرلۍ وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.


د غورد والي ویاند عبدالحي خطیبي هم پېښه تأیید کړه خو ویي ویل چې په اړه یې تر اوسه زیات جزیات نشته.


تراوسه د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخېستی خو په غور کې وسله وال طالبان او د اسلامي دولت ډله یا داعش دواړه فعال دي چې په دې ولایت کې د مخکینیو حملو مسؤلیت یې په غاړه اخېستی.