لغمان چارواکي: قرغیو کې نېژدې ۵۰ کیلوګرامه تاریاک ونیول شول

د لغمان سیمه‎ییز چارواکي وایي، تېره شپه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګزمې پر مهال نېژدې ۵۰ کیلوګرامه تاریاک ونیول شول.


د لغمان ولایت د رسنیو دفتر په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې دغه تاریاک د قرغیو ولسوالۍ په الیاس خیلو سیمه کې داسې مهال نیول شوي چې په یوه سراچه ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو.


اعلامیه وایي، د دې تاریاکو انتقالوونکي له امنیتي ځواکونو سره تر وسله‎والې نښتې وروسته په تېښته بریالي شوي دي.


ویل کېږي دغه تاریاک د ننګرهار خوګیاڼیو ولسوالۍ ته انتقالېدل.