له بایومیټرک پرته رایه نه شمېرل کېږي – پارلماني ټاکنې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ هغه رایه نه شمېرل کېږي چې د بایومتریک بارکوډ ونه لري.
د دې کمېسیون یوې ویاندې کوبرا رضايي د دوشنبې په ورځ له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې دغو ټاکنو کې د بایو میټرک کارولو چلن لار کې دا معیار ټاکل شوی دی.
د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ کېږي.
کوبرا رضايي وايي، که دې ټاکنو کې رایپاڼه بارکوډ ونه لري نه منل کېږيږ

بل پلو د ټاکنو کمیسیون ولایتونو ته د بایومټریک ۲۲ زره وسیلو لېږلو چارې پیل کړې دي.
عصمت بهیر کابل کې د ټاکنو کمیسیون ته ورغلی، چې د دغو وسیلو برابرولو چمتوالی په کې روان دی.