مخالفه ګوندونه وايي وزيراعظم د ويرې د شپې تقرير کړی خو دوي به ونه ويريږي

د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د تېرې شپې وېنا ته په غبرګون کې د حکومت مخالفه ګوندونو ويلي، عمران د ويرې په نيمه شپه تقرير کړی او مخالفه ګوندونه په دې نه شي ويرولی چې په زندانونو کې يې واچوي.


عمران خان د نهې، سه شنبې او شورو، چارشنبې په منځنۍ شپه کې په ټيلي ويژن وېنا کې ادعا کړې چې د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن ګوند په تېرو دوه حکومتونو، لس کاله موده کې په پاکستان ۲۴ زره اربه روپۍ قرضې سېوا شوي او هغه د دغو قرضونو د پلټنو دپاره د کمېشن جوړولو اعلان کړی دی.


عمران خان ويلي پخواني واکمن د قامي احتساب په منګولو کې راغلي دي او ادعا يې کړې ده چې نن قانون سرلوړی دی عدالتونه او نېب ازاد دي او غټ برجونه نن په زندان کې دي.


نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د ګل، دوشنبې په ورځ نيول شوی او د مسلم ليګ ن مشر نوازشریف د وړاندې نه په جېل کې دی.


د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د عمران خان وېنا ته په غبرګون کې ويلي،


"د عمران خان د ويرې په نيمه شپه قام ته وېنا کړې ده. د هغه حکومت د ايي اېم اېف د بجټ پاس کېدو په ويره کې دی. زور به کار ونه کړي. څوک به هم زياتو ټېکسونو، ګرانۍ او بې روزګارۍ ته ووټ ور نه کړي. دا بجټ اقتصادي خودکشي ده او دوي به يې پاس کېدو ته پرې نه ږدي".




د مسلم ليګ ن وياندې مريم اورنګزېب د عمران خان د لوړې کچې کمېشن جوړولو خبره مخالفه ګوندونو ته ګواښ بللی او ویلي یې دي يو نه لس کمېشنې دې جوړې کړی شي د دوي سره د يوې يوې روپۍحساب دی.


مریم اورنګزېب د عمران خان وېنا ته غبرګون د يو شخصي ټيلي ويژن (جيو) سره په خبرو کې ويلی دی.


هغه ویلي مخالفه ګوندونه د زندان تلو څخه نه ويريږي، په ګواښونو هيڅ نه کيږي دوي که قرضونه اخیستي ۱۱ زره مېګاواټه بجلي يې جوړه کړې، موټروی او سړکونه يې جوړ کړي دي.


عمران خان نېغ تور لګولی چې په تېرو لسو کلونو کې د نوازشریف او اصف علي زرداري حکومتونو په اربونو ډالره د ملک نه بهر د هنډۍ او حوالې د لارې ويستي او بيا يې د بې نامي اکاؤنټونو د لارې ترې ځینې روپۍ بیرته ملک ته راوړلي دي او په دې موده کې د مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند مشرتابه نوره شتمنه شوې ده.


هغه ويلي چې د احتساب نوم اخلي دا خلک د ملکي اقتصاد بې ثباته کولو دپاره په سړکونو د راوتلو ګواښونه کوي هغه زياته کړې که دوي هر څومره شور کوي او د هغه سر پکې ولې نه ځي خو غله به نه پرېږدي.