منظور پشتین: د خړ کمر د پېښې وروسته د پي ټي اېم خلاف حکومتي اقدامات سخت شوي

د رویټرز خبري ادارې سره مرکه کې پشتین وویل په تېر وخت کې به "دوی (امنیتي ادارو) غوښتل چې احتجاجونه ودرول شي. اوس دوی تحریک ودرول غواړي...دوی نیغ په نیغه مشران نیولي دي او د بدنامولو کمپاین" یې په سوشل میډیا پېل کړی دی