م م: پاکستان کې د افغان کډوالو د وخت غځولو هڅه کوو

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي، د دغه هېواد د کابینې دې پرېکړې اندېښمن کړي چې افغان کډوالو ته یې د پاتېدلو لپاره یوه میاشت وخت ور کړی دی. د کډوالو ادارې ویاند زیاتوي، له پاکستاني حکومت او چارواکو سره د کډوالو د پاتېدلو یا وخت ځنډولو په هکله خبرې کوي.