ولسوال: د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې ۴ افغان سرتېري وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې تېره ورځ د نښتې پرمهال ۴ د ملي اردو سرتېري او ۵ وسله وال طالبان وژل شوي.


د چورې ولسوال امین الله خالقي نن شنبه ازادي ر اډيو ته وویل چې تېره ورځ وسله الو طالبانو د دغې ولسوالۍ په قلیع راغ سیمه کې د ملي اردو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پرمهال یې یوه پوسته هم سقوط شوې.


ولسوال وویل چې د دغه نښتې پرمهال دوه د ملي اردو سرتېري او ۳طالبان هم ټپیان شوي دي.


نوموړی وايي چې په یادې ولسوالۍ کې وسله الو طالبانو په دې وروستویو کې یوځل بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.


وسله والو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.


دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په غې ولسوالۍ کې د پولیسو په خپلمنځي نښته کې یوه مېرمن ووژل شول او درې پولیس ټپيان شول.