ټاکنې؛ یوناما د افغان نوماندانو، چارواکو او رایه ورکوونکو ګواښل غندي

یوناما یا له افغانستان سره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره وايي، افغانان باید له کوم خنډ، وېرې او ګواښ پرته د ولسي جرګې ټاکنو کې خپل استازي وټاکي. وسلوال طالبان د یوناما غبرګون کې وايي، چې د ټاکنو بهیر مخه به نیسي.