پاکستان: اته کلنه ماشومه له جنسي تېري وروسته وژل شوې

د پاکستان د پنجاب په قصور سیمه کې ځايي پولیس وایي، يوه اته کلنه ماشومه چې پنځه ورځې وړاندې تښتوول شوې وه، تر جنسي تېري وروسته وژل شوې او مړی یې موندل شوی دی. له پېښې وروسته سیمه کې پراخې مظاهرې شوې او دوه کسان وژل شوي دي.