پر چارواکو ولې د بوټ ګوزار کېږي؟

د پاکستان د پنجاب په ګجرات ښار کې د سې شنبې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف پر مشر عمران خان د بوټ ګوزار وشو. تېرو دریو ورځو کې دا دویمه پېښه ده چې د پاکستان سیاستوال پر بوټ ویشتل کېږي.