په بلغاریا کې د یوې خبریالې د وژنې په تور نیول شوی کس خوشې شو

هغه سړی چې په بلغاریا کې د یوې تلویزوني خبریالې د وژنې په تور نیول شوی و، له بند خوشې شو.


 


پولیس وايي: دا مشکوک کس یې چې د رومانیا تبعه دی د کافي شواهدو د نشتوالي له کبله د سه شنبې په ورځ خوشې کړ.


پر خوشي شوي کس تور و چې د ویکټوریا مارینوا په نوم د هغې خبریالې په وژلو کې یې لاس درلود چې د بلغاریا په دولت کې یې د ادارې فساد پر یوې قضیې کار کوه.


د بلغاریا د پولیسو په وینا دا دیرش کلنه خبریاله لومړی وهل شوې ډبول شوې ده، جنسي تیری پرې شوې او وروسته زندۍ شوې او وژل شوې ده.


د ویکټوریا مارینوا جسد د شنبې په ورځ د بلغاریا په روسه ښار کې یو تفریحي پارک کې وموندل شو.