په سویډن کې پر خلکو حمله کوونکی محاکمې ته حاضر کړای شو

هغه ازبکستانی چې د سويډن په پلازمېنه سټاکهولم کې د تېر کال د خونړۍ حملې اصلي عامل بلل کېږي، نن سې شنبه د ترهګرۍ او د ترهګرۍ د هڅو په تورمحاکمې ته حاضر کړای شو.


څارنوالانو ۳۹ کلن رحمت عاقلوف ته چې د تېرکال په اپریل کې یې په سټاکهولم کې د یوې لارۍ په زریعه په حمله کې پنځه تنه وژلي و، د عمري بند سزا غوښتنه کړې ده.


پولیسو ویلي چې عاقلوف پر دغې حملې اعتراف کړی او دوی ته یې ویلي چې غواړي، هغه د کافرانو خبره چې د حملې په مهال یې کړې وه، بېرته واخلي.


نوموړی د سټاکهولم په یوه واټ کې د اپریل د اوومې د حملې په تړاو د یوې لارۍ په غلا کولو او پرهغې د لارویانو په وهلو تورن دی.


د نوموړي محاکمه به د می تر میاشتې دوام وکړي او په جون کې به ورته سزا واورل شي.


هېڅ یوې ډلې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.