په مومندو ایجنسۍ کې د بجلۍ د ګرانۍ له کبله ۵۰ وړې او ۲ لویې کارخانې تړل شوې

د وروسته پاته قبایلي سیمو په مومند ایجنسۍ کې کارخانه دارو د ټیکسونو او د بجلۍ د زیاتو بلونو له کبله خپلې شاوخوا ۵۰ وړې کارخانې تړلې دي، چې د کاڼو توږلو کار يې کاوه.


 


په دغو کارخانو کې له بکورې (اوربلوونکو) کاڼو پوډر جوړېدل، چې بیا به د لوښو او نورو ډول سینګار په شیانو کې ترې کار اخیستل کېده.


 


د کارخانو مالکان وایي دوی د مومندو پولیټیکل انتظامیې ته میاشتنی ټیکس ورکوي او دا تړون یې ورسره کړی چې دوی به د بجلۍ د استعمالولو میاشتنۍ ۱۵۰۰۰ روپۍ ورکوي، خو وایي اوس د بجلۍ میټرونه ورته لګولي او زیاتې پیسې ځنې اخلي.


 


د کارخانې یو مالک وي.او.اې ډیوه ته وویل، د مومندو ځایي چارواکي چې له دوی څومره روپۍ اخلي دومره دوی په خپلو کارخانو کې ګټلې هم نه:


 


"د بجلۍ د یو ګاډي پر سر له ما ۴۲۰۰ روپۍ اخلي، که په میاشت کې زما لس ګاډي ځي نو په ما پسې پینځوس زره بِل راځي، دا دوی له ما په ټیکس کې اخلي او بلې خوا ته یې میټر راته لګولی دی پینځوس زره دغه او پینځوس هغه شوې، نو زه خو یو دوه لکه روپۍ پکې نه ګټم، ټولې شل دېرش زر روپۍ پکې ګټم".


 


د مومندو کارخانه داران وایي اوس یې چې کارخانې وتړل شوې نو دوی ټول به بې روزګاره شي. وایي اوس به یا پنجاب ته په مزدورۍ پسې ځي او که نه وو بیرته به خلک له مجبورۍ د وسلوالو ترهګرو ملګري شي.


 


د وړو کارخانو په شمول غلنۍ بازار ته نیژدې د اوسپنې دوې لویې کارخانې هم تړل شوې دي. د مومند ایجنسۍ مرستیال پولیټیکل ایجنټ طارق الله خان وایي، ځایي خلکو ورته بیا بیا د لوګي او چاپېریال د ککړتیا شکایت کاوه ځکه یې وتړلې:


 


"عوامي شکایتونه وو او د چاپېریال پاک ساتلو چې کوم شرایط وو هغه یې نه وو پوره، بل دا چې یوه چاودنه پکې شوه وه او یو مزدور پکې زخمي شوی وو، ځکه مو بندې کړې او ورته ومو ویل تر څو چې مو د کارګرو د تحفظ او نور شرایط نه وي پوره کړي د کار اجازه نه شو درکولای".


 


د نورو قبایلي سیمو غوندې مومند ایجنسۍ هم ترهګرۍ ځپلې ده او د روزګار موقعې پکې ډېرې کمې تر لاسه کېږي، چې له امله د سیمې زیات خلک د پاکستان په نورو سیمو او نورو هېوادونو کې خوارۍ مزدوري کوي.


 


د مومندو د کارخانو مالکان وایي ځایي حکومتي انتظامیه دي کاروباري خلکو ته د خنډونو جوړولو پر ځای اسانتیاوې برابرې کړي، چې په سیمه کې ځایي او نور خلک سرمایه ولګوي او ټول بې روزګاره خلک په روزګار شي.