په میدان وردګ کي ۱۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

د میدان وردګو چارواکي وايي، د دې ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ تنه وسله وال طالبان چې پنځه قوماندانان یې هم پکې شامل دي وژل شوي.


 


د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل آزادۍ راډیو ته وویل چې د دې پوځي عملیاتو په ترڅ کې همداراز شل وسله وال هم ټپیان شوي دي: 


" په دې عملیاتو کې د دښمن اولس کسان وژل شوي، شل تنه یې ټپیان دي. په دې جریان کې د دښمن پنځه تنه مهم کسان چې قوماندان وو، هم وژل شوي دي."


له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي چې افغان ځانګړو ځواکونو د میدان وردګو ولایت په مرکزي برخه کې د هوايي عملیاتو په مرسته لږترلږه ۲۱ وسله وال طالبان چې جګپوړي قوماندانان یې هم پکې دي، وژلي دي.


ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا وسله وال طالبان د راروانو انتخاباتو د بهیر د ګډوډولو په مقصد د حملو د پلانونو د برابرولو لپاره په یوه غونډې کې راټول شوي وو.


وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.