په هرات کې د زعفرانو د پروسس ۶ مرکزونه معیاري شول

په هرات کې د زعفرانو د پروسس شپږ مرکزونه په معیاري تجهیزاتو سبمال شول.


د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالصبور رحماني نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، د دغو مرکزونو د تجهیزاتو ارزښت څلورنیم میلیونه افغانۍ دی چې لګښت یې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ورکړل شوی دی.


ښاغلی رحماني وايي، د هرات زعفران به تر دې وروسته د لابراتوارونو او معیاري تجهیزات په درلودلو سره، په نړیوالو معیارونو برابر بهرنیو بازارونو ته ولېږل شي.