په پکتیا ولایت کې د فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

په پکتیا ولایت کې د فوټبال ‎لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.


د یاد ولایت د ورزش امرګل کریم سحر ازادي راډیو ته وویل چې فوټبال لیګ د دغه جام په پای‌لوبه کې د پکتیا مرکزي لوبډلې د احمد ابا لوبډلې ته دوه د یو په وړاندې ماتې ورکړه او د دې سالیو اتلولي يې خپله کړه.


ښاغلی سحر وايي، د فوټبال لیګ دغه سیالۍ دوه میاشتې وړاندې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې تېره ورځ د پکتیا د مرکزي لوبډلې په بري پای ته ورسېدې.