په کندز کې د قالین اوبدلو يو ښارګوټی جوړیږي

د کندز ځايي چارواکي په دغه ولايت کې د قالین اوبدلو د يوه ښارګوټي د جوړېدو خبر ورکوي.


دا ښارګوټی چې د پلي تګ لارې يې په‎دې وروستيو کې د ۴۶ میليونه افغانيو په لګښت جوړېدل پيل شوي، د قالين اوبدلو کوچنۍ او لويې کارخانې لري.


د کندز ولايت مطبوعاتي دفتر اعلاميه وايي چې دا ښارګوټی به شل د استوګنې پنځه پوړه بلاکونه ولري او هر بلاک به دېرش اپارتمانه لري.


د ښار جوړوونې وزير روښان ولسمل د کندز والی ته ډاډ ورکړی چې د دې ښارګوټي جوړولو کار به پرته له ځنډه تعقیب شي.